Summary: د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزات له لوري د امربالمعروف او نهی عن المنکر شرعي قانون د ښه تطبیق په موخه د مرکزي زون د ۷ ولایتونو له دیني عالمانو، متنفدینو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو سره د همغږۍ غونډه نن د دغه وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمدخالد الحنفي په یاده غونډه کې وویل؛ څو محدود کسان، چې له هېواد څخه بهر په نظام پسې منفي تبليغات کوي، د هغوی موخه د ولس هوساينه نه بلکې د پيسو ترلاسه کول دي او موږ به په دې ډول تبليغاتو له خپل هدف څخه، چې په افغان خاوره د اسلامي شريعت تطبيق دی، په شا نه شو. هغه همدارنګه وویل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون په ډېر دقت سره د مختلفو پړاوونو له تېروولو وروسته توشیح شوی او په خبره یې که هر څوک په یاد قانون کې داسې نقطه پیدا کړي، چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي، نو دوی یې ځواب ویونکي دي. ښاغلي الحنفي ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت دروازې د خلکو پرمخ خلاصې دي؛ ټولې غوښتنې، شکایتونه او وړاندیزونه اورېدل کېږي او په جدي توګه څېړل کېږي. نوموړي همدارنګه وویل چې افغانان نيمه پېړۍ له سخت فزيکي، فکري او عقيدوي يرغل سره مخ وو او د قوم، سمت او ډلو په نوم ځپل شوي او اوس یې د دردونو د درملنې وخت رارسېدلی دی. د یادونې وړ ده، چې د مرکزي زون دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مشرانو هم په یاده غونډه کې له اسلامي امارت څخه د هر اړخیز ملاتړ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د شرعي قوانینو د تطبیق په برخه کې به له هېڅ ډول همکارۍ څخه ځانونه ونه سپموي. دوی همدارنګه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه هم د دغه وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د امربالمعروف وزیر: منفي تبلیغات به مو پر افغان خاوره د اسلامي شریعت له تطبیقولو څخه په شا نه کړي
Sources
Afghan sources
د امربالمعروف وزیر: منفي تبلیغات به مو پر افغان خاوره د اسلامي شریعت له تطبیقولو څخه په شا نه کړي