زمونږ خبریال راپور راکړی د بشري حقونو نړیوال سازمان وایي، د ۲۵ کالو په تېریدو سره لا هم د امریکایی اشغالګرو له لورې زیانمن شویو افغانانو ته غرامت نه دی ورکړل شوی. د یاد سازمان پروینا زیانمن شوې افغان کورنۍ اوس هم د عدالت او انصاف تر لاسه کولو لارې څارې. د بشري حقونو نړیوال سازمان په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکايې ځواکونو په افغانستان کې د جګړو پر مهال ملکي وګړي وژلي، شکنجه کړي او رواني زیانونه یې وراړولي دي. د بشري حقونونړیوال سازمان په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په امریکا کې بېلابېلو حکومتو محکمو ته په افغانستان کې د ملکي افغانانو په وژلو اوشکنجه کولو پېښو کې ککړ امریکایي پوځیانو په سپارلو کې لازم اقدامات نه دي تر سره کړي. د یاد سازمان خبرپاڼې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې په ډله ییزه توګه د ۱۸تنو ملکي افغانانو وژنې ته په اشارې سره ویلي، چې په دې پېښه کې ککړ امریکايان هیڅکله د محکمې تر میزه ونه رسول شول. د دې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ کلنت لارینس ، ماتیو ګولستین او څو نور امریکايی پوځيان، چې په افغانستان کې ملکي وګړو په ناقانونه وژلو کې ښکیل وو بخښلي دي . د بشري حقونو نړیوال سازمان همدارنګه په دې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د امریکا نیواکګرو د افغانستان تاواني شویو خلکو ته ګرمه نه ده ورکړې
منابع
External sources
د امریکا نیواکګرو د افغانستان تاواني شویو خلکو ته ګرمه نه ده ورکړې