Kabulافغانستانامنیتدری

د امنیت شورا د مصنوعي ځیرکتیا خطرونه څېړي؛ د «اوپن‌اې‌آی» مشر په غونډه… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-19 11:42:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د «اوپن‌اې‌آی» اجرائیوي مشر به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې وینا وکړي؛ دغه غونډه د مصنوعي ځیرکتیا له احتمالي ناوړه استفادې سره د تړلو خطرونو، پر نړیوال امنیت د هغې د اغېزو او د دې ټکنالوژۍ د خوندي او مسوولانه پراختیا په اړه د بحث لپاره جوړېږي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا امریکايي شرکت اوپن‌اې‌آی ویاند پرون (جمعه) ویلي، آلټمن به د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په علني غونډه کې په حضوري ډول وینا وکړي. د دغه شرکت د ویاند په خبره، د آلټمن څرګندونې به پر نړیوالې همغږۍ، د خوندیتوب د ګډو معیارونو پر رامنځته کولو او هغو اقداماتو متمرکزې وي چې «اوپن‌اې‌آی» یې د دې لپاره ترسره کوي څو د نړۍ خلک له دې ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلي. په راپور کې راغلي چې دغه غونډه د فرانسې په نوښت جوړېږي. فرانسه د سپټمبر په میاشت کې د امنیت شورا دوره‌یي مشري پر غاړه لري او د غونډې مشري به د فرانسې د اروپا او بهرنیو چارو وزیر ژان‌نوئل بارو وکړي. د راپور له مخې، د فرانسې په هغه مفهومي یادښت کې چې د امنیت شورا غړو ته ورکړل شوی او رویټرز لیدلی، ویل شوي چې د ناوړه موخو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي ناوړه استفادې له خطرونو په پام کې نیولو سره،…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-19 11:42:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د امنیت شورا د مصنوعي ځیرکتیا خطرونه څېړي؛ د «اوپن‌اې‌آی» مشر په غونډه کې وینا کوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-19 16:11:03

د امنیت شورا د مصنوعي ځیرکتیا خطرونه څېړي؛ د «اوپن‌اې‌آی» مشر په غونډه کې وینا کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button