EnglishKabulPoliticsافغانستان

د ایران تخنیکي پلاوي په کابل کې د غوښې او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-03 10:15:57🎙 Listen to radio

کابل – د ایران اسلامي جمهوریت یوه تخنیکي پلاوي په کابل کې د غوښې او لبنیاتو برابرولو له امارتي شرکت څخه لیدنه کړې او د معیاري مسلخونو، د غوښې د پروسېس او بسته‌بندۍ او د نوې ټکنالوژۍ په برخو کې یې د ګډې همکارۍ او تجربو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي د غوښې او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت مسؤولینو ایراني پلاوي ته د موجوده مسلخ د فعالیتونو، د څارویو د ذبحې او وترنري معایناتو، د غوښې د کیفیت او حفظ‌الصحې د معیارونو، سړو خونو او د غوښې د پروسېس او بسته‌بندۍ په اړه معلومات ورکړي دي. دواړو لوریو همداراز د نوي او معیاري مسلخ د جوړولو، د عصري تجهیزاتو او پرمختللو تخنیکي سیستمونو د کارولو او د تخنیکي تجربو او پوهې د تبادلې په اړه خبرې کړې دي. چارواکي وایي، دغه لیدنه د افغانستان او ایران ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراختیا او د غوښې د تولید، پروسېس او بسته‌بندۍ په برخو کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه شوې ده. سیاسي چارو کارپوهان ګل آغا حسني او اميد الله قاسمزی د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره مهمه بولي. بلخواپه کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي، د بلخ له والي محمد یوسف وفا سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-03 10:15:57

Timeline

  1. Parstoday

    د ایران تخنیکي پلاوي په کابل کې د غوښې او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-03 10:09:22

د ایران تخنیکي پلاوي په کابل کې د غوښې او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button