DiplomacyEnglishKabulافغانستان

د ایران سپاه پاسداران د «بمبونو پلار» په نوم نوې وسله نندارې ته… — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-22 04:53:35🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) ـ د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي چې دغه هېواد نندارې ته د «بمبونو پلار» په نوم د یوې نوې وسلې د وړاندې کولو لپاره چمتووالی نیسي، خو د دې وسلې د ډول او وړتیاوو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، محبي تېره ورځ ویلي: «امریکا مخکې د بمبونو مور کارولې ده او موږ اوس هڅه کوو چې د بمبونو پلار نندارې ته وړاندې کړو، چې دښمن ته به یوه نوې وسله وي.» ده دغه راز ویلي چې د ایران توغندیزې وړتیاوې له ۱۲ ورځنۍ جګړې د مخکې وخت په پرتله زیاتې شوي او د دغه هېواد د توغندیو شمېر لږ تر لږه یو نیم برابر شوی دی. د هغه په وینا، د ایران د توغندیو واټن، د هدف ویشتلو دقت، ویجاړوونکی ځواک او ځیرکې وړتیاوې هم د پام وړ زیاتې شوې دي. د ایران د سپاه پاسداران ویاند همدارنګه ویلي چې د هرمز تنګی په بشپړه توګه تړل شوی او تهران د امریکا او اسرائیل جنګي بېړیو ته له دغې سمندري لارې د تېرېدو اجازه نه ورکوي. د ده په خبره، د امریکا جنګي بېړۍ د هرمز له تنګي وتلي او اوس له دغې سمندري لارې سلګونه کیلومتره لرې دي. محبي زیاته کړې چې د هرمز له تنګي د ځینو بېړیو محدود…

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-10-22 04:53:35

Timeline

  1. Pajhwok

    د ایران سپاه پاسداران د «بمبونو پلار» په نوم نوې وسله نندارې ته وړاندې کوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 09:21:11

د ایران سپاه پاسداران د «بمبونو پلار» په نوم نوې وسله نندارې ته وړاندې کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button