DiplomacyEnglishKabulافغانستان

د ایران قضایه قوې د موساد لپاره د جاسوسۍ په جرم د یو… — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-19 07:12:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د ایران قضایه قوې د دغه هېواد د یوه وګړي حسین پدران د اعدام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هغه د اسراییل په ګټه د جاسوسۍ او استخباراتي همکارۍ او موساد ته د اصفهان د پوځي او توغندیزو مرکزونو د معلوماتو د ورکولو په جرم محکوم شوی و. د ایران قضایه قوې اړوند میزان خبري اژانس راپور ورکړی چې د پدران د اعدام حکم د قضایي پړاوونو له بشپړېدو او د دغه هېواد د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوی دی. د میزان د راپور له مخې، د ایران قضایي چارواکو ویلي چې پدران د پوځي ځایونو، توغندیزو موضوعاتو، کارکوونکو او د هغوی د شخصي معلوماتو په اړه حساس او محرم معلومات موساد ته ورکړي وو. سرچینه زیاتوي چې پدران لومړی د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) ته د همکارۍ لپاره پیغام استولی و، خو ځواب یې نه و ترلاسه کړی او وروسته یې له موساد سره اړیکه ټینګه کړې وه. د ایران د قضایه قوې په وینا، هغه له د موساد له یوه افسر سره تر اړیکې وروسته د راپورونو د لېږلو او کوډ شوو اړیکو په برخه کې روزنه ترلاسه کړې وه او څو ځله یې په یورو پیسې هم ترلاسه کړې وې. دغه رسنۍ همداراز راپور ورکړی چې د پدران د کور د پلټنې پر مهال د توغندیزو…

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-09-19 07:12:05

Timeline

  1. Pajhwok

    د ایران قضایه قوې د موساد لپاره د جاسوسۍ په جرم د یو تن د اعدام خبر ورکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-19 11:37:27

د ایران قضایه قوې د موساد لپاره د جاسوسۍ په جرم د یو تن د اعدام خبر ورکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button