کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشر، د علماوو او حکومتي مسوولینو پر همغږۍ، اطاعت او یووالي ټینګار کړی او د پوهنتونونو له مسوولینو یې غوښتي چې محصلینو ته هر اړخیزه روزنه او دیني پوهاوی ورکړي او جدي پاملرنه ورته وکړي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لوړو زده کړو وزیر، د وزارت معینان، مرکزي رئیسان، د دیني جامعاتو او ټولو امارتي پوهنتونونو رئیسان، خپل حضور ته ومنل او لازمې توصيې او هدايات يې ورته وکړل.» د هغه د معلوماتو له مخې، شیخ هبت الله اخوندزاده په دغې ناسته کې ویلي چې علما د انبیاوو علیهم السلام وارثان دي او د خلکو د اصلاح او سمې لارې ته د رابللو مسوولیت لري. هغه زیاته کړې: «الله پاک علماء کرامو ته دروند مسؤولیت ورکړی، کوم مقام یې چې ورکړی همدومره يې مسوولیت هم زیات دی؛ الله پاک چې دا دین تر دغه وخته ساتلی او تر انبياوو علیهم السلام وروسته یې په دغه علماوو ساتلی دی؛ هر کله چې چا د دین خلاف حرکت کړی، علماء کرام یې مقابلې ته راوتلي دي او د دین د حفاظت لپاره یې قدم پورته کړی دی، د دین او د عقیدې ساتنه له انبياء کرامو علیهم السلام وروسته علماوو کړې ده او دا د علماوو مسوولیت دی چې ساتنه به…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د ا.ا زعیم: که د علماوو نصیحت او د حکومت سیاست سم وي، ټولنه به له فساد څخه خوندي وي
Sources
Afghan sources
د ا.ا زعیم: که د علماوو نصیحت او د حکومت سیاست سم وي، ټولنه به له فساد څخه خوندي وي