د بدخشان لپاره د طالبانو نوي والي رحمتالله «نجیب» د رسمي مراسمو په ترڅ کې خپله دنده پیل کړه. نوموړی د مخکیني والي محمداسماعیل «غزنوي» پر ځای ټاکل شوی او د معرفي کیدو په مراسمو کې یې د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. سیمهییزې روغتیايي سرچینې او اوسېدونکي وایي، په تېرو څو کلونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو شمېر په پرلهپسې ډول کم شوی او اوسمهال د کندهار، روزګان، هلمند او نورو سویلي ولایتونو په کچه یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي. د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په هلمند، زابل او روزګان کې هیڅ متخصصه ښځینه ډاکټره نهشته. د پخوانیو روغتیايي رسمي معلوماتو له مخې، درې کاله وړاندې په کندهار ولایت کې ۴۱ ښځینه متخصصې ډاکټرانې ثبت شوې وې. یوه روغتیايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «دا مهال په کندهار کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې کار کوي؛ خو له دې ډلې یوه یې ډېری وخت په کندهار کې نه وي». د سرچینې په وینا، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ یوشمېر نورې ښځینه روغتیايي کارکوونکې لکه قابلې، روغتیاپالې او نورې مسلکي ښځې هم د سختو شرایطو له امله له خپلو دندو لرې پاتې شوې دي. په کندهار کې د جمهوري نظام پرمهال د روغتیا یو پخوانی چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي که څه هم هغه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د بدخشان لپاره د طالبانو نوي والي رحمت الله نجیب خپله دنده پیل کړه
سرچینې
Afghan sources
د بدخشان لپاره د طالبانو نوي والي رحمت الله نجیب خپله دنده پیل کړه