Summary: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د عزیزي ګروپ له رئیس میرویس عزیزي سره په کتنه کې؛ د افغانستان برېښنا سکټور کې د تولیدي پروژو پرمختګ، ژمنو پلي کېدو، کاري بهیر چټکتیا او ګډو همکاریو پر پراختیا ټېنګار کړی دی. باختر اطلاعاتي اژانس ته د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالحق همکار د هېواد برېښنا په سکټور کې د عزیزي ګروپ د پانګونو هرکلی کړی او د پروژو په خپل وخت پر پلي کېدو، د تخنیکي معیارونو پر رعایت، د اجرایي چارو پر چټکتیا او د مسئولو کاري ټیمونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا پې ټینګار کړی دی. دواړو لوريو همدا رنګه د شته همکاریو د چوکاټ ارزونې ترڅنګ، په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید په موخه د عزیزي ګروپ سترې پانګونې د پلان، هوکړه شویو پروژو د وضعیت، عملي چارو د پړاوونو او فعالیتونو چټکتیا پر لارو چارو بحث کړی دی. د کتنې پای کې، د هوکړه شویو پروژو د پلي کېدو بهیر پر چټکتیا، د احتمالي خنډونو لرې کولو، د تخنیکي همغږۍ پر دوام او د اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د برېښنا تولیدي پروژو پر چټکتیا او د پانګونې پر پراختیا ټینګار وشو
سرچینې
Afghan sources
د برېښنا تولیدي پروژو پر چټکتیا او د پانګونې پر پراختیا ټینګار وشو