Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت، په کابل ښار کې په مؤقتي ډول د درملو شپږو عمده پلورنځيو د تړل کېدو خبر ورکړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست کارکوونکو د خپلو ورځنیو څارنو او پلټنو په لړ کې، د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې په دشت برچي سیمه کې د خپلواک مارکېټ د درملو له ۹ عمده پلورنځیو څخه څارنه او پلټنه ترسره کړه چې په ترڅ کې يې د درملو د عمده پلورنځیو قانوني اسناد، د درملو د ساتنې څرنګوالی او د شته درملو وضعیت وڅېړل شو او په پایله کې یې له قانوني اسنادو پرته د درملو ساتلو په دليل، د درملو ۶ عمده پلورنځي په مؤقتي ډول مهر او لاک شول." د يادونې وړ ده چې په کابل کې د درملو له عمده پلورنځيو څخه د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د کارکوونکو د څارنې او پلټنې لړۍ دوام لري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کابل کې د درملو شپږ عمده پلورنځي وتړل شول