EnglishKabulPoliticsافغانستان

د بلوچستان په ژوب کې يوې درې ته د بس لوېدو پېښه؛ لږ… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-03 14:31:41🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ اړوند د داناسر په غرنۍ سیمه کې درې ته د یوه مسافر وړونکي بس لوېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه نن (جمعه) سهار د ژوب ولسوالۍ د داناسر په غرنۍ سیمه کې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پولې ته نږدې شوې ده. چارواکو ويلي، یاد بس د بلوچستان ایالت له مرکز کوټې ښار څخه د پېښور پر لور روان و چې له کنټروله تر وتلو وروسته شاوخوا له ۲۱ تر ۲۴ مترو ژورې ډبرینې درې ته ولوېد. د ژوب ولسوالۍ د بېړنیو چارو مرکز مشر ثناءالله شیراني ویلي، بس له لویې لارې درې ته لوېدلی او د د ساحې د خرابوالي له امله د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ شوي دي. د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند هم ویلي، د اصلي مسافرو ترڅنګ، د بل خراب شوي بس یو شمېر مسافر هم دغه بس ته ختلي وو چې له امله یې په بس کې تر اړتیا ډېر ګڼه‌ګوڼه رامنځته شوې وه. سرچینې لیکلي، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې، د قربانیانو له…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-03 14:31:41

Timeline

  1. Pajhwok

    د بلوچستان په ژوب کې يوې درې ته د بس لوېدو پېښه؛ لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-03 09:42:27

د بلوچستان په ژوب کې يوې درې ته د بس لوېدو پېښه؛ لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button