Kabulافغانستانامنیتدری

د ترکيې استانبول کې نن د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-23 05:53:20🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د ترکیې، مصر، پاکستان، سعودي عربستان، برېټانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران نن په استانبول کې د سیمه‌ییزو شخړو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کوي. رویټرز د ترکیې د یوې ډیپلوماټیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې دغه غونډه د ترکیې په نوښت جوړېږي او دا اووه هېوادونه د لومړي ځل لپاره په دغه چوکاټ کې سره راټولېږي. د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د فلسطین او اسرائیل پر مسئلې، د هرمز تنګي پر وروستیو تحولاتو، د یمن پر وضعیت، د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو او د سیمې او اروپايي هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر لار چارو خبرې وشي. سرچینې زیاته کړې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو او د هرمز او باب‌المندب تنګیو له لارې د بېړیو د ازاد تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړي. د ترکیې دې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي چې فیدان به د یمن د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د امنیت په برخه کې د خپل هېواد ملاتړ هم یو ځل بیا څرګند کړي. د سرچینې په وینا، دغه ملاتړ د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د مکې د ګډ…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-23 05:53:20

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د ترکيې استانبول کې نن د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون غونډ جوړېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-23 10:23:08

د ترکيې استانبول کې نن د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون غونډ جوړېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button