KabulSportsافغانستاندری

د جوجیتسو افغان لوبغاړي اسیایي المپیکي سیالیو کې ویټنامي سیال ته ماته ورکړه — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-01 04:59:21🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د جوجیتسو ملي لوبغاړي محمدسرور حسیني په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې خپل ویټنامي سیال ته ماته ورکړه او بل افغان لوبغاړي نورالله شفايي بیا له بحریني سیاله ماته وخوړه. د افغانستان د جوجیتسو ملي فدراسیون ویلي چې محمدسرور حیسني نن سهار له خپل ویټنامي سیال سره د سیالۍ ډګر ته کښته شو او ماته یې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې د اتو غوره لوبغاړو پړاو ته لار پیدا کړه. سرچینه زیاتوي، په دغو سیالیو کې د جوجیتسو بل ملي لوبغاړي نورالله شفايي په ۶۲ کیلوګرامه وزن کې بحریني ورزشکار عبدالله علي ته لوبه وبایله او له دغو سیالیو بهر شو. دغه‌راز، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر له ۱۹مې د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-01 04:59:21

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د جوجیتسو افغان لوبغاړي اسیایي المپیکي سیالیو کې ویټنامي سیال ته ماته ورکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-01 09:29:14

د جوجیتسو افغان لوبغاړي اسیایي المپیکي سیالیو کې ویټنامي سیال ته ماته ورکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button