Kabulافغانستانامنیتپښتو

د خوست پولیس: یو کس مو له وسلو، لاسي بمونو او غلا شوو… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-18 09:38:43🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د خوست پولیس وایي، یو کس یې د غلاوو، نشه‌یي توکو د پلور او نورو جرمي فعالیتونو په تړاو له دېرشو غلا شوو موبایلونو، ۱۲ تومانچو، ۱۲ لاسي بمونو، سلګونو مرمیو او یوه اندازه نشه‌یي توکو سره نیولی دی. د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي، دغه کس د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د غلاوو، نشه‌یي توکو د پلور او نورو جنایي کړنو په تړاو نیولی دی. د هغه په خبره، له یاد کس څخه ۳۰ غلا شوي ځیرک او ناځیرک موبایلونه، ۱۲ تومانچې، سلګونه مرمۍ، یو شمېر شاجورونه، ۱۲ لاسي بمونه او یوه اندازه نشه‌یي توکي ترلاسه شوي. احرار د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي چې نیول شوی کس «متکرر مجرم دی» او له دې مخکې هم د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوی و. د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو پر مهال پر «ګڼو جرمونو» اعتراف کړی او دوسیه یې له نورو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-18 09:38:43

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د خوست پولیس: یو کس مو له وسلو، لاسي بمونو او غلا شوو موبایلونو سره نیولی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-18 14:08:04

د خوست پولیس: یو کس مو له وسلو، لاسي بمونو او غلا شوو موبایلونو سره نیولی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button