Economyافغانستاندری

د خیریه ښیګنې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې لا هم پراخې دي

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-06 08:32:06🎙 رادیو را بشنوید

د سپټمبر پنځمه د خیری ښیګنې نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ د میلیونونو هغو خلکو لپاره د نیکو کارونو او بشري مرستو اهمیت ته د پام اړولو فرصت دی چې له بېوزلۍ، بحران، نادارۍ او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دي. ملګري ملتونه په دې ورځ د نیک کارۍ پر اهمیت او د نړیوالې همبستګۍ پر پیاوړتیا ټینګار کوي. دغه سازمان وايي، بشري مرستې او داوطلبانه فعالیتونه کولی شي خلک د لا عادلانه او له بحرانونو سره د مقابلې وړ ټولنو د جوړولو لپاره سره یوځای کړي. افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د وګړو یوه لویه برخه یې پر بشري مرستو تکیا ده؛ خو په ورته وخت کې په وروستیو کلونو کې دغه هېواد ته د نړیوالو مرستو کچه هم کمه شوې ده. د ملګرو ملتونو د مالي تعقیب د برخې د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د خلکو لپاره ثبت شوې بشري مرستې په ۲۰۲۲ کال کې له نږدې درې میلیارد او ۸۰۰ میلیونو ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۱۶۰ میلیونو ډالرو ته راټیټې شوې دي. دا کموالی په داسې حال کې دوام لري چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱ میلیونه او ۹۰۰ زره افغان وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. ملګري ملتونه…

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-06 08:32:06

خط زمانی

  1. Parstoday

    د خیریه ښیګنې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې لا هم پراخې دي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-06 08:26:31

د خیریه ښیګنې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې لا هم پراخې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button