EnglishKabulافغانستانامنیت

د روسیې او اوکراین په متقابلو بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-26 05:32:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روسیې او اوکراین په متقابلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د زاپوریژیا سیمې روسیه‌پلوه چارواکو ویلي، د اوکراین په بریدونو کې د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې پر تفریحي مرکزونو ۱۲ کسان چې څلور ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. اوکراین تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. بلخوا، د اوکراین په شمال‌ختیځ کې د سومي سیمې چارواکو ویلي، د روسیې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې چې پر یوه ملکي ځای شوی، درې کسان وژل شوي دي. د هغوی په خبره، وژل شوي کسان د «نُوا پُشتا» خصوصي پوستې او لېږد رالېږد شرکت موټرچلوونکي وو. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه برید هدف په سومي سیمه کې د اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکو د ساتنې او توغولو مرکز و. ورته مهال، د زاپوریژیا والي ایوان فیدوروف ویلي چې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې په دې سیمه کې پر یوه سوداګریز مرکز پراخ اور لګېدلی چې شاوخوا ۵۰۰ متره مربع سیمه یې سوځولې او څو کسان یې ټپیان کړي دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي هم خبرداری ورکړی چې د استخباراتي معلوماتو له مخې، روسیه په راتلونکو ورځو کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-26 05:32:05

Timeline

  1. Pajhwok

    د روسیې او اوکراین په متقابلو بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-26 09:58:41

د روسیې او اوکراین په متقابلو بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button