Kabulافغانستانامنیتپښتو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رئیس سره وکتل — Bakhtar

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-04 22:52:28🎙 راډیو واورئ

Summary: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن، د عزیزي شرکتونو له عمومي رئیس ښاغلي میرویس عزیزي او مل پلاوي سره وکتل. باختر اژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د عزیزي شرکتونو له لوري د پیل شویو او پیلېدونکو پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي. د عزیزي شرکتونو عمومي رئیس میرویس عزیزي، په خپلو خبرو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د ګازو او ډبرو سکرو استخراج او د برېښنا د تولید په ګډون د بېلا بېلو پروژو عملي کېدو ته ژمن دي. هغه زیاته کړې چې همدا اوس په غزني، او د کابل په نغلو او باریک اب کې د لمریزې برېښنا د تولیدي پروژو چارې روانې دي.وروسته، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې د عزیزي شرکتونو له لوري په افغانستان کې د پانګونې او د اقتصادي پروژو پیل یو مهم ګام بللی او ویلي يې دي چې د دغو پروژو په عملي کېدو او تطبیق سره به په هېواد کې اقتصادي پرمختګ ته لار هواره او په هېواد کې به د بې کارۍ کچه راټیټه شي. ملا عبدالغني برادر اخوند له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه غوښتي چې له عزیزي شرکتونو سره دې د پروژو په عملي کېدو کې خپلې همکارۍ نه سپموي.له کتنې وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت، امارتي شرکتونو لوی ریاست او عزیزي شرکتونو ترمنځ د جوزجان د جنګل کلان طبیعي ګازو او د بغلان پلخمري د ډبرو سکرو د استخراج او انرژۍ د تولید تړونونه لاسلیک شوي دي.د دې پروژو موخې د کورنۍ برېښنا د تولید زیاتول، د انرژۍ امنیت پياوړي کول او د اقتصادي ودې ملاتړ کول دي.د یادونې وړ ده چې هره پروژه د شاوخوا ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د برابرولو لپاره طرحه شوې ده او تړون یې د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی. تمه ده چې دواړه پروژې به په مستقیم او نامستقیم ډول شاوخوا ۵۰۰۰ هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-04 22:52:28

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رئیس سره وکتل

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-04 10:56:42

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رئیس سره وکتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button