Summary: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه نن د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د یاد کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه. ارګ په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په پیل کې د اړونده کمېټو د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات شریک شول او وروسته د کډوالو د دایمي استوګنې، د ځمکې وېش او راستنو شویو ته د مناسبو زمینو د برابرولو اړوند اوامرو او تصمیمونو د تطبیق د څرنګوالي په هکله بحث وشو. ورپسې د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اړوندو ادارو له لوري د جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او کلینیکونو د جوړېدو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د فرمان د تطبیق په اړه هراړخیز بحثونه وشول. په پای کې د کمېسیون غړو د کډوالو چارو او راستنو شویو د مدیریت د ښه والي، ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د ځمکې وېش بهیر د چټکولو په اړه د لازمو تدبیرونو د نیولو په هکله بحث وکړ او د کډوالو د ستونزو پر حل او هغوی ته د مناسبو کارونو د پیدا کولو په اړه د مسوولو ادارو ترمنځ د لا ډېری همغږي په رامنځته کولو ټینګار وشو.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
منابع
Afghan sources
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه