Healthافغانستاندریغور

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال نورستان ته سفر وکړ — Bakhtar

در حال تکمیلHealthغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-03 21:52:06🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن نورستان ته سفر کړی او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شویو هېوادوالو سره خواخوږي څرګنده کړې؛ شهیدانو ته د جنت‌الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې روغتیا دعا کړې ده. باختر اطلاعاتي اژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي چې په لومړیو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ادارو مسوولینو د پېښې ځای ته ځانونه رسولي وو او د هېوادوالو د ژغورنې لپاره یې له ټولو امکاناتو استفاده کړې وه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیانمن شویو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به له ټولو شته امکاناتو څخه په استفادې، د دوی لاسنیوی وکړي او زیاته کړې یې ده چې د اسلامي امارت مسئولین د ولس خادمان دي او د ولس ستونزو ته په وخت رسېدنه کوي. د دغه سفر پرمهال د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود چې له زیانمن شویو هېوادوالو سره یې نغدي مرستې وکړې.د نورستان علماوو، سپین ږیرو او زیانمن شویو هېوادوالو هم د زړه له تله له اسلامي امارت څخه مننه کړې چې دوی یې په سخت حالت کې هېر نه کړل او د غمرازۍ په موخه یې امارتي مسئولینو سیمې ته سفرونه وکړل. د سیمې خلکو اسلامي امارت د ځان او ولس نظام بللی او له نظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.هغوی خپلې یو لړ غوښتنې او ستونزې هم شریکې کړې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یې د حل ډاډ ورکړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-03 21:52:06

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال نورستان ته سفر وکړ

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-03 10:37:40

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال نورستان ته سفر وکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button