کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په زمري میاشت کې د خوراکي توکو بیې ۰،۷ سلنه لوړې شوې چې تر ټولو ډېر لوړوالی د غوښې، لبنیاتو، غوړیو او بېلابېلو سبزیو په بیو کې راغلی دی. د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې میاشت کې د غوښې بیې ۲،۲ سلنه، د لبنیاتو ۲،۶ سلنه، د غوړیو ۵،۴ سلنه او د بېلابېلو سبزیو بیې ۲،۶ سلنه لوړې شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې د روان کال په زمري میاشت کې د غیرخوراکي توکو بیې هم ۱،۹ سلنه لوړې شوې دي. د البسې شاخص ۳،۵ سلنه، د استوګنې ۱،۷ سلنه، د کورنیو توکو ۲،۰ سلنه او د ترانسپورټ شاخص ۵،۰ سلنه لوړوالی ښيي. د خبرپاڼې له مخې، د روان کال په زمري میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱،۴ سلنه لوړوالی ښيي چې تر ډېره د خوراکي توکو، لکه غوښې، لبنیاتو، غوړیو او سبزیو او غیرخوراکي توکو، لکه البسې، استوګنې، کورنیو توکو او ترانسپورټ د بیو لوړوالي له امله رامنځته شوی دی. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ټکي پر ټکي پړسوب پر بنسټ د ۱۴۰۵ کال په زمري میاشت کې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله د لګښتي توکو په بیو کې ۹،۶ سلنه لوړوالی راغلی دی. د یادې ادارې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د زمري میاشت کې د خوراکي توکو بیې ۰،۷ سلنه لوړې شوې دي