Kabulافغانستانامنیتدری

د زمري ۲۴مه؛ د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پنځمه کالیزه — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-15 11:14:20🎙 رادیو را بشنوید

Summary: نن د زمري ۲۴مه چې په افغانستان کې د اشغال د لمنې ټولېدو ورځ ګڼل کیږي په کور دننه په شانداره مراسمو نمانځل کېږي. کارپوهان وايي، له نن څخه پنځه کاله وړاندې افغانستان یو ځل بیا د خپلواکۍ پړاو ته ننوت، د دوی په خبره، په دې ورځ افغانانو د اوږدې مبارزې، ګڼو سرښندنو او قربانیو په مټ وکولای شول چې د جګړو او استخباراتي لوبو ټغر راټول کړي.د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه، چې د زمري میاشتې له ۲۴مې سره سمون خوري د افغانستان اسلامي امارت بیا ځلې پر پلازمېنه کابل سپین توغ پورته کړ.د افغانستان له پولو ور هاخوا ګڼو شنونکو دا ورځ د افغانانو د قربانیو ثمره او د امریکا په ګډون د ناټو بلاک د ماتېدو ورځ ګڼلې ده.عام خلک د اسلامي امارت پنځه کلن مزل له لاسته راوړنو ډک بولي، د پرمختګ او ځان بسیاینې پر لور چټک مزل هغه څه دي چې دوی یې د يوه بامسوولیته حکومت له لاسته راوړنو بولي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولینو په وینا، د دې ورځې د نمانځنې لپاره د فرهنګي او هنري پروګرامونو ترڅنګ یې لویې غونډې، سیمینارونه، ورزشي سیالۍ او نندارتونونه په پام کې نیولي.د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، د زمري ۲۴مې نمانځنه د تاریخي ارزښت په اړه د عامه پوهاوي زیاتېدل او د راتلونکي نسلونو ته د دې ارزښت د ساتنې په موخه د مالوماتو انتقال دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-15 11:14:20

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د زمري ۲۴مه؛ د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پنځمه کالیزه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-15 06:38:05

د زمري ۲۴مه؛ د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پنځمه کالیزه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button