KabulNewsافغانستاندری

د زمري ۲۸مه؛ ا.ا: ځوانان او راتلونکي نسلونه دې د هر ډول تېري… — Pajhwok

در حال تکمیلNewsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-19 06:22:16🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): اسلامي امارت د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ویلي، د هېواد خپلواکي د افغانانو د مبارزو او قربانیو په پایله کې ترلاسه شوې او ځوانان او راتلونکي نسلونو دې د خپلو اسلافو په څېر د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په ټینګه ودرېږي. د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: «له نن څخه یوسل او اووه کاله وړاندې په همدې ورځ (د زمری ۲۸مه) د افغانستان مسلمان او غیورو خلکو د الله پاک په نصرت سره د یوې قوي جهادي معرکې په برکت د وخت استعمار برېتانوي امپراطوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او زموږ د وطن د بهرني سیاست صلاحیت چې هغه مهال د انګرېزانو له خوا سلب شوی و، بېرته افغانانو ته اعاده کړي.» اسلامي امارت د دې بریا د ۱۰۷مې کلیزې رارسېدو له امله ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې از زیاته کړې یې ده چې دغه کامیابي د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتېجه کې ترلاسه شوې وه او تر نن ورځې زموږ خلک پرې ویاړې او ستاینه یې کوي. په اعلامیه کې راغلي: «له دغې بریا وروسته افغانانو په دوو نورو سترو محاذونو کې (د شوروي اتحاد په مقابل کې او بیا د امریکايي اشغال پر وړاندې) هم پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې چې الحمدالله د افغانانو په تاریخ…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-19 06:22:16

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د زمري ۲۸مه؛ ا.ا: ځوانان او راتلونکي نسلونه دې د هر ډول تېري او اشغال پر وړاندې په ټینګه ودرېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-19 10:49:51

د زمري ۲۸مه؛ ا.ا: ځوانان او راتلونکي نسلونه دې د هر ډول تېري او اشغال پر وړاندې په ټینګه ودرېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button