Summary: د افغانستان اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو، مسوولینو او کڼ شمېر مجاهدينو په ګډون؛ د زمري ۲۸مه (له انګريزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخيستلو) ۱۰۷مه کاليزه نن د ملي دفاع وزارت په تالار کې ونمانځل شوه. د باختر اژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت پرتمینه غونډه کې د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: "خپلواک ژوند د افغانانو د ارزښتونو په سر کې قرار لري او هېڅکله هم د اسارت او غلامۍ ژوند نه قبلوي." هغه زیاته کړه: "د خپلواکۍ ورځو له نمانځنې څخه باید زموږ موخه یوازې د هغه وخت د سرښندو او اتلانو یادونه نه وي؛ بلکې تر ټولو مهم پیغام مو باید دا هم وي چې ترلاسه شوې خپلواکي وساتو او په بشپړه مانا د هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي استعمار د بیا تکرار مخه ونیسو او دا کار هغه وخت شونی دی چې ټول افغانان د لوړو دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره یو موټی شو؛ د نورو په اشارو وطن وران نکړو، د عصر د غوښتنو مطابق عصري زده کړې وکړو او د ټکنالوژۍ او خپلو عصري وسایلو څښتنان شو." د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو ورانکارو او شریرو عناصرو غږ وکړ چې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب دې لاس واخلي، کورنیو جګړو ته لمن ونه وهي او افغانان ارام ژوند ته پرېږدي. دغه راز د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د افغان – انګلیس جګړو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: "د زمري د ۲۸مې نمانځل، موږ ته داسې درس راکوي چې زموږ پلرونو په تش لاس د استعمارګرو پر وړاندې اوږده مبارزه وکړه؛ انګریزان يې په کونډو کړل او د هېواد خپلواکي يې ترلاسه کړه چې د دې ازادۍ ساتنه د ټولو افغانانو ديني او ملي وجيبه ده." مولوي حنفي مسئولینو، مجاهدینو او هېوادوالو ته د یو لړ اړینو توصیو ترڅنګ؛ زياته کړه چې د تېر په شان افغانانو يو ځل بیا په زياتو قربانيو او سرښندنو سره؛ په هېواد کې امريکايي ۲۰ کلن اشغال پای ته ورساوه چې اوسمهال افغانستان کې يو سوچه او سراسري اسلامي نظام واکمن دی او بايد يې قدر وشي. د هېواد دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد هم، د ازادۍ پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: "استقلال د انسان د ژوندانه تر ټولو مهم شی دی او با ضمير انسان، له ازادۍ پرته او د غلامۍ ژوند نشي کولی." مجاهد زياته کړه چې د افغانستان د غيرتي ولس د قربانيو او يووالي په برکت، د شهيدانو لوی ارمانونه چې د هېواد ازادي، د اسلامي نظام حاکميت، د هېوادوالو د سر، مال او عزت خونديتوب او د افغانستان پرمختګ وو؛ پوره شول. ورته مهال، د کورنیو چارو وزیر خليفه سراج الدين حقاني، د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو د جهاد او مبارزو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د زمري ۲۸مه، د هېواد په تاريخ کې زموږ د پلرونو له وياړونو يوه ډکه ورځ ده او دا ښيي چې افغان مشرانو له انګريزانو څخه د هېواد د آزادۍ ترلاسه کولو په لاره کې اوږده مبارزه وکړه او زياتې قربانۍ يې ورکړې چې بايد ترې کلکه ساتنه وشي. د هغه په وینا، د خپلواکۍ او ازادۍ يادول، په ظاهر کې ډېرې سادې کلمې دي؛ خو په اصل کې دا کلمې ډېر قیمتي الفاظ دي. د غونډې په دوام، د بهرنيو چارو وزیر مولوي امير خان متقي، د آزادۍ پر ارزښت او د ساتنې پر لارو چارو یې خبرې وکړې او ویې ویل چې په يوه پېړۍ کې درېيو امپراطوريو ته ماتې ورکول؛ بهرنيانو ته يو لوی درس دی او هغه دا چې افغان ملت هېڅکله زور نه مني او سياسي او اقتصادي فشارونو ته نه تسلیمېږي؛ بلکې د متقابل احترام له مخې، له هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي. هغه زیاته کړه چې ځینې جهتونه کوشش کوي د سیمې په هېوادونو کې امنیتي ستونزې را منځته کړي؛ خو د یوه هېواد امنیت، د سمیې امنیت خرابولی شي او د افغانستان اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د دښمن تحرکات په نطفه کې شنډ کړي. مولوي متقي، له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د سياسي خپلواکۍ ترڅنګ؛ په ټولو برخو کې د افغانستان د استقلاليت او ځان بسياينې لپاره هم هڅې وکړي. همدا رنګه، د ملي دفاع وزارت د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري فصيح الدين فطرت، وویل چې په افغانستان کې نن د زمري له ۲۸مې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې هېواد په بشپړه توګه خپلواک دی او دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي واکمنۍ دفاع او د هېوادوالو د سر، مال او عزت د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. په همدې حال کې، د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رئيس شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، وویل: "زموږ اسلافو د زمري ۲۸مې له انګريزي ښکيلاک څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو په لاره کې؛ ډېرې قربانۍ ورکړې او اوس زموږ مسئوليت دی چې ټول په ګډه د دغو قربانيو خيال وساتو او د استقلال او اسلامي نظام د ساتنې او پياوړتيا لپاره هڅې وکړو." د غونډې ویناوالو دغه راز د مشرانو پر اطاعت، د نظام پر ساتنې او استحکام، د ملت او حکومت پر نږدېوالي او له خلکو سره د مجاهدینو پر ښه چلند ټینګار وکړ او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د واکمن اسلامي نظام بشپړ ملاتړ وکړي او د امنیت د لا ښه ټینګښت لپاره دې د اسلامي امارت له ځواکونو سره همکاري وکړي؛ څو د افغانانو ترمنځ ملي یووالي لا پياوړی او د هېواد د دښمنانو دسیسې شنډې شي. د غونډې په وروستۍ برخه کې، د افغانستان اسلامي امارت د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د يو لړ ځانګړو تشریفاتو په ترڅ کې د دفاع وزارت په انګړ کې د آزادۍ څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده. په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت جګپوړو مقاماتو او د کابينې يو شمېر غړيو هم ګډون کړی و. هېره دې نه وي چې ۱۰۷ کاله وړاندې په همدې ورځ، د زمري په ۲۸مه (د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګسټ په ۱۸مه) افغان مجاهد ملت له انګریزي استعمار څخه د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه چې دا ورځ هر کال په هېواد کې په پراخو غونډو سره نمانځل کېږي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د زمري ۲۸مه (له انګريزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخيستلو) ۱۰۷مه کاليزه په کابل کې ونمانځل شوه
Sources
Afghan sources
د زمري ۲۸مه (له انګريزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخيستلو) ۱۰۷مه کاليزه په کابل کې ونمانځل شوه