په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې پر پوهنې، کلتوري فعالیتونو او ډلهيیزو رسنیو د سختو محدودیتونو د لګېدو له امله، د افغان ماشومانو لپاره له خپل کلتور او ملي ژبو سره سم معياري تفرېحي او ښوونیز موډلونه خورا نادر شوي دي. په وروستیو درېیو کلونو کې د طالبانو له خوا د موسيقۍ پر بشپړ ممانعت، پر رسنیو د سانسور او فلټرونو پلي کېدو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله، له ۷ تر ۱۲ کلونو زرګونه افغان ماشومان له سختې تدریسي او ارواپوهنیزې خلا سره مخامخ شوي دي. په داسې شرایطو کې، له هېواد بهر د ماشومانو د حقونو او ښوونیزو فعالانو له لوري «کمکي جنت» (Little Paradise) د لومړي مسلکي یوټیوب چینل په توګه راڅرګند شوی دی. دغه چینل هڅه کوي چې افغان ماشومانو ته په پښتو او دري ژبو د سندرو، موزیک او انیمیشنونو له لارې ذهني بډاینه او زدهکړې وړاندې کړي. د دغه چینل یوې چلوونکې فرشته صالحي آمو ته وویل: «په هېواد کې پر رسنیو د ماشومانو پر روزنیزو خپرونو د افراطي محدودیتونو له امله افغان ماشومان له خپلو ملي او مورنیو ژبو، سندرو او روزنیزو تفریحي برنامو څخه محروم شوي وو؛ نو موږ پرېکړه وکړه چې د دغه چینل له لارې د هغوی د ذهني او کلتوري انزوا مخه ونیسو او کورنیو ته د روزنې یوه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
د سانسور او محدودیتونو ترمنځ؛ «کمکی جنت» د افغان ماشومانو لپاره د ډېجیټلي زدهکړو دریڅه | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
د سانسور او محدودیتونو ترمنځ؛ «کمکی جنت» د افغان ماشومانو لپاره د ډېجیټلي زدهکړو دریڅه | آمو ټلویزیون