Englishافغانستانامنیت

د سانسور او محدودیتونو ترمنځ؛ «کمکی جنت» د افغان ماشومانو لپاره د ډېجیټلي… — Amu TV

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-22 16:28:40🎙 Listen to radio

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې پر پوهنې، کلتوري فعالیتونو او ډله‌يیزو رسنیو د سختو محدودیتونو د لګېدو له امله، د افغان ماشومانو لپاره له خپل کلتور او ملي ژبو سره سم معياري تفرېحي او ښوونیز موډلونه خورا نادر شوي دي. په وروستیو درېیو کلونو کې د طالبانو له خوا د موسيقۍ پر بشپړ ممانعت، پر رسنیو د سانسور او فلټرونو پلي کېدو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله، له ۷ تر ۱۲ کلونو زرګونه افغان ماشومان له سختې تدریسي او ارواپوهنیزې خلا سره مخامخ شوي دي. په داسې شرایطو کې، له هېواد بهر د ماشومانو د حقونو او ښوونیزو فعالانو له لوري «کمکي جنت» (Little Paradise) د لومړي مسلکي یوټیوب چینل په توګه راڅرګند شوی دی. دغه چینل هڅه کوي چې افغان ماشومانو ته په پښتو او دري ژبو د سندرو، موزیک او انیمیشنونو له لارې ذهني بډاینه او زده‌کړې وړاندې کړي. د دغه چینل یوې چلوونکې فرشته صالحي آمو ته وویل: «په هېواد کې پر رسنیو د ماشومانو پر روزنیزو خپرونو د افراطي محدودیتونو له امله افغان ماشومان له خپلو ملي او مورنیو ژبو، سندرو او روزنیزو تفریحي برنامو څخه محروم شوي وو؛ نو موږ پرېکړه وکړه چې د دغه چینل له لارې د هغوی د ذهني او کلتوري انزوا مخه ونیسو او کورنیو ته د روزنې یوه…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-22 16:28:40

Timeline

  1. Amu TV

    د سانسور او محدودیتونو ترمنځ؛ «کمکی جنت» د افغان ماشومانو لپاره د ډېجیټلي زده‌کړو دریڅه | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-22 11:20:32

د سانسور او محدودیتونو ترمنځ؛ «کمکی جنت» د افغان ماشومانو لپاره د ډېجیټلي زده‌کړو دریڅه | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button