کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي چې د دغه هېواد پر څو ښارونو د حوثیانو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ کسان ټپیان شوي دي. اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د سعودي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې حوثیانو نن سهار د سعودي عربستان په ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران ښارونو کې پر ملکي او اقتصادي تاسیساتو بریدونه کړي دي. په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ویاند ترکی المالکي ویلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ ملکي کسان ټپیان شوي دي. هغه دغه بریدونه د تاوتریخوالي خطرناکه پراختیا بللې او ویلي یې دي چې ائتلاف به د حوثیانو پر وړاندې اړین عملیاتي اقدامات وکړي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، حوثیانو د یاد راپور تر خپرېدو پورې د دغو بریدونو مسوولیت په رسمي ډول نه و منلی، خو ویلي یې وو چې د سعودي عربستان په خاوره کې به د «پراخو پوځي عملیاتو» په اړه جزییات خپاره کړي. بلخوا بیا د حوثیانو د رسنیز دفتر مرستیال نصرالدین عامر ویلي چې د یمن پر خلکو بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي. دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، په وروستیو اوونیو کې په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو حکومتي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د سعودي عربستان پر څو ښارونو د حوثیانو بریدونو ۷۳ کسان ټپیان کړي
منابع
Afghan sources
د سعودي عربستان پر څو ښارونو د حوثیانو بریدونو ۷۳ کسان ټپیان کړي