Summary: د سمنګانو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم له مخې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ۵۰۰ جریبه ځمکه د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارله. د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي احمد خان خادم باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاده ځمکه د ایبک ښار اړوند د قچندره په سیمه کې د سمنګان – پلخمري د عمومي لویې لارې په اوږدو کې موقعیت لري، چې د ستراتیژیک موقعیت له امله د صنعتي پارک د جوړېدو لپاره مناسبه بلل شوې ده.نوموړي زیاته کړه، چې د دې ځمکې د سپارلو موخه د پانګونې جلب، د تولیداتو پراختیا، د دوامدارو کاري فرصتونو رامنځته کول او د عامو خلکو اقتصادي پیاوړتیا ده.هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو پنځو کلونو کې د افغانستان ځان بسیاینې په موخه هڅې چټکې شوي او په دې برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د سمنګانو صنعتي پارک ته ۵۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه