EconomyEnglishافغانستانسمنګان

د سمنګانو صنعتي پارک ته ۵۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه — Bakhtar

DevelopingEconomyسمنګان1 SourcesUpdated: 2026-07-22 20:12:12🎙 Listen to radio

Summary: د سمنګانو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم له مخې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ۵۰۰ جریبه ځمکه د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارله. د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي احمد خان خادم باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاده ځمکه د ایبک ښار اړوند د قچندره په سیمه کې د سمنګان – پلخمري د عمومي لویې لارې په اوږدو کې موقعیت لري، چې د ستراتیژیک موقعیت له امله د صنعتي پارک د جوړېدو لپاره مناسبه بلل شوې ده.نوموړي زیاته کړه، چې د دې ځمکې د سپارلو موخه د پانګونې جلب، د تولیداتو پراختیا، د دوامدارو کاري فرصتونو رامنځته کول او د عامو خلکو اقتصادي پیاوړتیا ده.هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو پنځو کلونو کې د افغانستان ځان بسیاینې په موخه هڅې چټکې شوي او په دې برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

Quick facts

Locationسمنګان
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-22 20:12:12

Timeline

  1. Bakhtar

    د سمنګانو صنعتي پارک ته ۵۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-22 11:36:42

د سمنګانو صنعتي پارک ته ۵۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button