Summary: د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. باختر اطلاعاتي آژانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ غونډې ته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د شېرخان بندر له لارې تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ پراختیا په موخه یوشمېر وړاندیزونه وړاندې شوي چې له بحث وروسته تائید شوي دي. د دغو وړاندیزونو له مخې به د مالیې، کورنیو چارو او نور ښکېل وزارتونه او ادارې په شېرخان بندر کې لازمې زېربناوې ایجاد او شته زیربناوو ته به پراختیا ورکړي. همدا رنګه به له تاجکستان سره په همغږۍ د دغه بندر په کاري ساعتونو کې زیاتوالی راولي، څو زیات شمېر ترانسپورټي موټرو ته د تګ راتګ زمینه برابره شي. دغه راز مالیې وزارت ته لارښوونه شوې چې په شېرخان بندر کې د ګمرک، ګودامونو، تخلیې او بارګیرۍ خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د لوجستیکي مرکز د جوړولو په موخه بودجه ځانګړې او دغه مرکز جوړ کړي.په غونډه کې ټولګټو وزارت ته هم هدایت شوی چې د کټای دهلېز د فعالولو لپاره چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان په واسطه د ایران – افغانستان – تاجکستان او قرغزستان ترمنځ رامنځته شوی دی؛ د افغانستان په خاوره کې د اړتیا وړ ریلي تاسیسات جوړ کړي.په غونډه کې همدا رنګه پرېکړه شوې چې امارتي شرکتونه خپله داغمه اوسپنه ملي پراختیا شرکت ته وسپاري او دغه شرکت یې د پروسس له لارې تولید کېدونکی په معیارونو برابر ګول سیخ په لویو امارتي پروژو کې وکاروي.په یاده غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې له لوري وړاندې شوي ۳۷ معیارونه او ۱۲ د ازمایښت طریقې هم تائید شوې دي. دغه معیارونه او د ازمایښت طریقې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، مخابراتو او الکتریک، کیمیا او پلاستیک، روغتیايي سامانالاتواو یوشمېر نورو برخو اړوند دي چې د هېواد اوسني وضعیت او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړ شوي دي. د غونډې په پای کې، د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې او په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې شوې دي.یادې پرېکړې د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله دفتر ته استول شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شېرخان بندر ظرفیت لوړېږي