Summary: د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، له هغو صادرونکو سره کتلي چې د افغانستان توکي یې اور – اسیا هېوادونو ته صادروي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې صادرونکو، اور – اسیا هېوادونو ته د افغانستان صادراتي توکو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په خاطر د یاد وزارت د هڅو ستاینې ترڅنګ؛ روسیې، قزاقستان، بېلاروس، ارمنستان او قرغیزستان ته د خپلو صادراتي توکو د ډولونو او صادراتو بهیر په اړه معلومات ورکړي دي.دغه راز، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د صادرونکو خبرو له اورېدو وروسته؛ ویلي چې دغه وزارت په کابل او د هېواد په زونونو کې د صادراتو پروسس د مرکزونو پر جوړولو جدي کار کوي او د دغو مرکزونو په بشپړېدو سره به صادرونکو ته د هېواد د صادراتي توکو د صادرولو په بهیر کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ته لارښوونه کړې چې له صادرونکو سره دې د دایمي اړیکې زمینه برابره کړي چې د اړتیا پر مهال د هغوی ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وشي.هېره دې نه وي، چې د سوداګرۍ اسانتیا او د ګمرکي خنډونو د راکمولو په موخه؛ د اور – اسیا اقتصادي اتحادیې چې روسیه، قزاقستان، بېلاروس، ارمنستان او قرغیزستان پکې شمال دي؛ د افغانستان صادراتي توکو ته ترجیحي تعرفه ورکړې ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د صنعت او سوداګرۍ وزیر اور – اسیا هېوادونو ته د افغانستان توکو له صادرونکو سره وکتل
Sources
Afghan sources
د صنعت او سوداګرۍ وزیر اور – اسیا هېوادونو ته د افغانستان توکو له صادرونکو سره وکتل