په کابل ښار کې له لرې واټن څخه د درملنې یا ټیلي مډیسن ازمایښتي پروژه پیل شوه. د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دا پروژه د یوه قزاقستاني شرکت د عصري تجهیزاتو په مټ په مرکزي پولي کلینیک کې يپل شوې ده. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغې پروژې په پيل غونډه کې ډاکټرانو په عملي بڼه د یاد سیستم کارول پیل کړل او څو ناروغانو ته یې په ازمایښتي توګه طبي مشورې ورکړې. په دغه پروګرام کې د قزاقستان له متخصصو ډاکټرانو سره مستقیمه اړیکه ټینګه شوه او له لرې واټن څخه د تخصصي روغتیایي مشورو د تبادلې چارې وازموېل شوې.د پلان له مخې، ټاکل شوې ده چې دا پرمختللی سیستم د یوې ټاکلې مودې لپاره د هېواد په درېیو بېلابېلو روغتیايي مرکزونو کې په ازمایښتي ډول فعال وساتل شي. د طالبانو روغتیا وزارت زیاتوي، چې د دغه پړاو تر بشپړېدو وروسته به د پروژې پایلې وڅېړي او د ترلاسه شویو موندنو پر بنسټ به د دې سیستم د لا پراختیا په اړه پرېکړه وکړي. د دې پروژې د پيل خبر په داسې مهال ورکړل شوی، چې په افغانستان کې د بهرنیو مرستو له کمېدو سره د روغتیایي سیستم وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل کیږي او ګڼ افغان ناروغان په ستونزمنو او ان ناقانونه لارو ګاونډیو هېوادونو ته د درملنې لپاره ورځي….
Quick facts
Timeline
-
AF International
د طالبانو عامې روغتیا وزارت له لرې واټنه د درملنې ازمایښتي پروژه پیل کړه
Sources
Afghan sources
د طالبانو عامې روغتیا وزارت له لرې واټنه د درملنې ازمایښتي پروژه پیل کړه