افغانستانامنیتدری

د طالبانو ویاند: هڅه کوو د هېوادونو باور ترلاسه کړو — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-30 09:02:32🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه ډله له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت هڅه کوي او غواړي د نورو هېوادونو باور ترلاسه کړي. ورته مهال هغه ومنله، چې لاهم ځینې هېوادونه له طالبانو سره تعامل ته چمتو نه‌دي. د راپور له مخې، ۶۱ سلنه سروې شویو کسانو ویلي چې معلولیت یې د جګړو، ماینونو، چاودنو او وسله‌والو نښتو پایله ده. دغه راپور چې د راول ولنبرګ انسټیټیوټ او پراختیایي څېړنيزې ډلې له‌خوا چمتو شوی ښيي، چې په افغانستان کې معلولین له پراخو ټولنیزو، اقتصادي او خدماتي خنډونو سره مخ دي او وضعیت یې د ۲۰۲۱کال تر سیاسي بدلون وروسته لا پسې کړکېچن شوی دی.راپور د ۲۰۲۵کال د سپټمبر او نومبر ترمنځ د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ترسره شویو مرکو پربنسټ جوړ شوی دی. د څېړنې پرمهال له ۹۹ معلولو کسانو سره مرکې شوې، چې ۶۴ نارینه او ۳۵ ښځې په‌کې شاملې وې.د راپور له مخې، په افغانستان کې د معلولیت اړوند د ۲۰۱۹کال د ملي سروې موندنې ښيي چې ۲۴.۶ سلنه لویان له لږ معلولیت، ۴۰.۴ سلنه له منځني معلولیت او ۱۳.۹ سلنه له سخت معلولیت سره ژوند کوي. د سخت معلولیت لرونکو ښځو شمېر ۱۴.۹ سلنه او د نارینه‌و ۱۲.۶ سلنه ښودل شوی دی.راپور کاږي، تر ۲۰۲۱کال وروسته د معلولینو لپاره شته بنسټونه کمزوري شوي، د استخدام درې سلنه قانوني ونډه په عملي…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-30 09:02:32

خط زمانی

  1. AF International

    د طالبانو ویاند: هڅه کوو د هېوادونو باور ترلاسه کړو

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-30 07:05:40

د طالبانو ویاند: هڅه کوو د هېوادونو باور ترلاسه کړو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button