افغانستانامنیتپښتو

د طالبانو په توقیف‌خونو کې د ماشومانو شمېر ۱۵۰ برابره زیات شوی — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-03 12:24:54🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د احصایې ادارې په کلني کتاب کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ۱۵۰ زره ماشومانو د ثبت خبر ورکړل شوی دی. دغه مرکزونه د «دارالتأدیب» یا قانوني توقیف‌خونو په توګه پېژندل کېږي او د جرمونو په تور د نیول شویو ماشومانو د ساتلو لپاره جوړ شوي دي. بېنېټ د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۱مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېیمې کمېټې په څنډه کې د «افغان ځوانان په دوه‌لارې کې؛ حقونه، هیلې، ننګونې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د ځوانانو له زده‌کړو، کار، مشرتابه او پرېکړو کولو بهیرونو کې له ګډون پرته، افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته نه شي رسېدای. دغه غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د رایول والنبرګ د بشري حقونو او بشردوستانه حقونو له انسټیټیوټ سره په همکارۍ او د ایرلنډ او ډنمارک د دایمي استازولیو په ملاتړ جوړه شوې وه. ریچارد بېنېټ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د شمېرو په حواله ویلي، د افغانستان شاوخوا ۳۴ سلنه نفوس، چې نږدې د ټول نفوس درېیمه برخه جوړوي، د ۱۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر لري او د هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي ۲۵ کلن یا تر دې کم‌عمره دي. هغه ویلي، افغان ځوانان غواړي لوړې زده‌کړې وکړي، د مناسبو دندو خاوندان شي،…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-03 12:24:54

مهالوېش

  1. AF International

    د طالبانو په توقیف‌خونو کې د ماشومانو شمېر ۱۵۰ برابره زیات شوی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-03 11:03:29

د طالبانو په توقیف‌خونو کې د ماشومانو شمېر ۱۵۰ برابره زیات شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button