HealthKabulافغانستانپښتو

د عامې روغتیا وزارت: ماشومانو ته دې په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-02 11:48:51🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت «د مور پر شیدو د تغذیې نړۍوالې اونۍ» له پیل سره هم‌مهاله، د ماشومانو د ژوند لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور د شیدو ورکولو پر ارزښت ټینګار کړی او وایي، دغه کار نه یوازې د ماشومانو وده او روغتیا تضمینوي، بلکې په میندو کې د سینې د سرطان خطر هم کموي. د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د مور پر شیدو د تغذیې په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه د اګسټ له لومړۍ تر اومې نېټې پورې موده د «مور په شیدو د تغذیې نړۍوالې اونۍ» په نوم نومولې او هر کال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم نن (یکشنبه) د «د مور په شیدو تغذیه لومړیتوب وګرځوئ او د دوامدار ملاتړ سیسټمونه رامنځته کړئ» تر شعار لاندې د دې اونۍ نمانځنه وکړه. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په دې مراسمو کې وویل: «د مور شیدې د ماشوم د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې بشپړ او کافي خواړه دي او په ورته وخت کې د مور د روغتیا په تامین او ساتنه کې هم مهم رول لري. ماشوم ته د مور شیدې ورکول د سینې سرطان خطر کموي.» د هغه په خبره، دغه وزارت د میندو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-02 11:48:51

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د عامې روغتیا وزارت: ماشومانو ته دې په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې ورکړل شي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-02 16:17:23

د عامې روغتیا وزارت: ماشومانو ته دې په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې ورکړل شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button