EconomyKabulافغانستانپښتو

د عزیزي انرژۍ شرکت د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول… — Bakhtar

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-21 20:08:13🎙 راډیو واورئ

Summary: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې؛ د هېواد له ملي سوداګر او پانګه وال میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت عمومي رئیس میرویس عزیزي ویلي چې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره یې ټول تخنیکي وسایل پېرلي او ژر به یې هېواد ته د لېږد چارې پيل کړي. هغه زیاته کړې چې په نږدې راتلونکې کې به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لوی روغتون د جوړولو کارونه هم پيل کړي. دغه راز د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ د اړوندو امارتي ادارو او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت له استازو څخه جوړې شوې تخنیکي کمېټې خپل راپور وړاندې کړی دی. د راپور له مخې، د کابل په نغلو سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا؛ د پروان په باریک‌اب سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا او په غزني کې بيا د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو د امکان سنجۍ مطالعات بشپړ او د برېښنا د پېر تړونونه یې لاسلیک شوي دي. کمېټې په خپل راپور کې زیاته کړې چې په ساحو کې عملاً د پروژو چارې پيل شوې دي. د دې ترڅنګ، په تخار کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۶۵ مېګاواټه برېښنا، په بغلان کې له ډبرو سکرو څخه د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا، د نغلو او غزني سب‌سټېشنونو جوړولو او د کابل له تره‌خېل سیمې څخه تر صنایع سبز پورې د انتقالي لین غځولو پروژو پر تخنیکي موضوعاتو بحثونه روان دي چې ژر به نهايي شي. يادې کمېټې د کارونو د چټکتیا په موخه خپل وړاندیزونه هم شریک کړي دي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د يادې کمېټې د لاسته راوړنو ستاینه کړې او اړوندو امارتي ادارو ته یې د کارونو د لا چټکتیا په موخه لازمې لارښوونه او سپارښتنه یې کړې چې په دوه اوونیو کې دې په یو شمېر برخو کې پاتې کارونه بشپړ او راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي. ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو په پای کې، د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او ترې یې غوښتي چې خپل کارونه په ښه ډول او ټاکلي وخت بشپړ کړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-21 20:08:13

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د عزیزي انرژۍ شرکت د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي دي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-21 14:14:48

د عزیزي انرژۍ شرکت د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button