د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تره زوی قاسم زمان ادعا کړې، چې د عمران خان درې خویندو علیمه خان، عظمی خان او نورین نیازۍ له تېرو دوو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی. دوو امریکايي چارواکو اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د السیلیه په کمپ کې د افغانانو د اوسېدو موده د نورو نهو میاشتو لپاره وغځوي. ټاکل شوې وه چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، وتړل شي. اوس مهال په دغه کمپ کې یو زر او ۳۹ افغان پناهغوښتونکي اوسېږي او امریکا ته د لېږد په تمه دي. د دوی یوه برخه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د ژباړونکو یا په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړې او یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي. د «افغان ایواک» سازمان د شمېرو له مخې، د کمپ له اوسېدونکو څه باندې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي. د کمپ د فعالیت غځول په دې معنا نه دي چې د دغو افغانانو برخلیک روښانه شوی دی. د امریکا حکومت لا هم هڅه کوي داسې هېوادونه پیدا کړي چې د دوی د منلو لپاره چمتو وي. مارکو روبیو د روان کال په جون میاشت کې کانګرېس ته ویلي وو چې واشنګټن په دې اړه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د عمرانخان درې خویندو له دوو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی
Sources
Afghan sources
د عمرانخان درې خویندو له دوو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی