Healthافغانستانپښتوغزني

د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د… — Pajhwok

روان خبرHealthغزني1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-13 07:18:51🎙 راډیو واورئ

غزني (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د غزني د جغتو ولسوالۍ د سراب درې اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت او ګډو هڅو یو روغتیايي مرکز جوړ کړی دی؛ د دې سیمې خلک وايي چې د دغه مرکز فعالولو لپاره طبي وسایلو، درملو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري. د سیمې اوسېدونکي وايي، سراب د چغتو یوه لرې پرته سیمه ده چې خلک یې په تېرو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. هغوی زیاتوي چې په تېرو سلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکز جوړ کړی دی. د سیمې یوه مشر ملک محمدعلي عصمت‌زاده پژواک ته وویل، د دغه مرکز جوړولو لپاره د سیمې خلکو د خپل اقتصادي توان په اندازه مرسته کړې؛ ځینو لس او شل افغانۍ، ځینو سلګونه او زرګونه او ان ځینو لس یا پنځلس زره افغانۍ ورکړې دي. د هغه په وینا، که څه هم د سیمې ډېری اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په سیمه کې د روغتیايي خدمتونو نشتوالي اړ کړي چې په ګډه د خپل کلي د خلکو لپاره روغتیايي مرکز جوړ کړي. هغه وویل، د ژمي په موسم کې د سختو واورو او لارو بندېدو له امله د غزني ښار او شاوخوا سیمو ته د دوی تګ راتګ ستونزمن او کله ناکله بشپړ ناشونی وي. د نوموړي…

لنډ معلومات

ځایغزني
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-13 07:18:51

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-13 11:48:36

د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button