غزني (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د غزني د جغتو ولسوالۍ د سراب درې اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت او ګډو هڅو یو روغتیايي مرکز جوړ کړی دی؛ د دې سیمې خلک وايي چې د دغه مرکز فعالولو لپاره طبي وسایلو، درملو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري. د سیمې اوسېدونکي وايي، سراب د چغتو یوه لرې پرته سیمه ده چې خلک یې په تېرو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. هغوی زیاتوي چې په تېرو سلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکز جوړ کړی دی. د سیمې یوه مشر ملک محمدعلي عصمتزاده پژواک ته وویل، د دغه مرکز جوړولو لپاره د سیمې خلکو د خپل اقتصادي توان په اندازه مرسته کړې؛ ځینو لس او شل افغانۍ، ځینو سلګونه او زرګونه او ان ځینو لس یا پنځلس زره افغانۍ ورکړې دي. د هغه په وینا، که څه هم د سیمې ډېری اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په سیمه کې د روغتیايي خدمتونو نشتوالي اړ کړي چې په ګډه د خپل کلي د خلکو لپاره روغتیايي مرکز جوړ کړي. هغه وویل، د ژمي په موسم کې د سختو واورو او لارو بندېدو له امله د غزني ښار او شاوخوا سیمو ته د دوی تګ راتګ ستونزمن او کله ناکله بشپړ ناشونی وي. د نوموړي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي
منابع
Afghan sources
د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي