Politicsافغانستانپښتوغور

د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته ۱۶ لرغوني اثار وسپارل… — Bakhtar

روان خبرPoliticsغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-01 12:29:21🎙 راډیو واورئ

Summary: د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې ۱۶ تاریخي او لرغوني آثار د دغه ولایت د استخباراتو ریاست له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته وسپارل شول. د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالحی زعیم باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې دغه اثار د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه د استخباراتو ریاست د منسوبینو له خوا ترلاسه شوي دي.د نوموړي په وینا، په دغو اثارو کې ماته شوې مجسمه، لرغوني لوښي، سرمه ‌کش، تڼۍ او یو شمېر زینتي ډبرې شاملې دي.ټاکل شوې، چې د دغو تاریخي اثارو لرغونتوب به ډېر ژر د لرغون ‌پوهانو له لوري وټاکل شي.د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د غور ولایت د دولت ‌یار ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه ۱۱ قلمه تاریخي او لرغوني اثار تر کشف وروسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته سپارل شوي وو.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-01 12:29:21

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته ۱۶ لرغوني اثار وسپارل شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-01 11:03:34

د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته ۱۶ لرغوني اثار وسپارل شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button