Developmentافغانستانپښتوغور

د فراه له عمومي بندخونې ۹۷ بندیان ازاد او د ۵۲ نورو د… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-27 00:27:16🎙 راډیو واورئ

Summary: د فتحې د پنځمې کالیزې په مناسبت او د سترې محکمې د حکم له مخې د فراه له عمومي بندخونې څخه ۹۷ بندیان ازاد او د ۵۲ نورو د بند موده کمه شوې ده. د فراه د ښاري محکمې د جزاء دیوان مفتي خیرالله خیرالهادي باختر اژانس ته ویلي، چې په ازادو شویو بندیانو کې پنځه تنه تر ۱۸ کلونو کم عمره او شپږ مېرمنې شاملې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د یاد حکم له مخې د درېیو مېرمنو او پنځو تنو تر ۱۸ کلونو کم عمره بندیانو د بند په موده کې هم کموالی راغلی دی. ورته مهال، یو شمېر ازاد شویو بندیانو د یاد حکم له امله خوښي څرګنده کړې او ژمنه یې کړې، چې له خپلو تېرو کړنو به ډډه کوي او سوله‌ییز ژوند به غوره کوي. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د فراه په عمومي بندخونه کې ۷۹۱ تنه نور بندیان د خپل بند موده تېروي.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-27 00:27:16

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د فراه له عمومي بندخونې ۹۷ بندیان ازاد او د ۵۲ نورو د بند موده کمه شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-26 17:21:36

د فراه له عمومي بندخونې ۹۷ بندیان ازاد او د ۵۲ نورو د بند موده کمه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button