KabulPoliticsافغانستانپښتو

د فرهنګ او هنر معین د هېواد له یو شمېر خطاطانو، میناتورانو او… — Bakhtar

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-13 19:13:16🎙 راډیو واورئ

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د هنرستان ریاست په ملي نګارستان کې له لسګونو استادانو، خطاطانو، میناتورانو او نقاشانو سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې کتنې موخه د زمري۲۴مې (د فتحې ورځې) د نمانځنې په مراسمو کې د خطاطانو، میناتورانو، نقاشانو او هنرمندانو ګډون، د هنري اثارو له لارې د دې ورځې د اهمیت او لاسته راوړنو د انعکاس، د ملي روحیې پیاوړتیا، د اسلامي، هنر او کلتور ترویج او د هنر په ژبه نړۍ ته د فتحې ورځې د پیغام رسول دي.د فرهنګ او هنر معین د هنر پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي: دا کتنه د فتحې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د خطاطانو، نقاشانو، میناتورانو او نورو هنرمندانو د فعاله ونډې اخیستو په موخه ده؛ څو هنرمندان د خپلو هنري اثارو له لارې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او قربانۍ نندارې ته وړاندې کړي.مولوي عتیق الله عزیزي زیاته کړې، چې د فتحې ورځې په مناسبت به د لویې جرګې په تالار، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو او یو شمېر ولایتونو کې د هنري اثارو نندارتونونه جوړ شي.هغه له استادانو، خطاطانو، میناتورانو او نقاشانو څخه غوښتي، چې د زمري په ۲۴مه د کلتوري پروګرامونو د لا ښه ترسره کېدا لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي او له قومي، ژبني او سمتي تعصبونو څخه ډډه وکړي؛ ځکه د اسلام په سپېڅلي دین کې تعصب هېڅ ځای نلري.دغه راز د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب ویلي چې اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د هنر د ودې او پیاوړتیا ملاتړ کوي. هغه زیاته کړې چې د فتحې ورځې نمانځل، د هېواد د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او هنرمندان، په ځانګړې توګه خطاطان، نقاشان او میناتوران هم باید په دې برخه کې خپل رول په غوره توګه ترسره کړي.د کتنې په پای کې، یو شمېر خطاطانو، نقاشانو، میناتورانو او هنرمندانو خپل وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د فتحې ورځې اړوند پروګرامونو د لا شانداره ترسره کېدا لپاره به پوره همکارۍ وکړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-13 19:13:16

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر معین د هېواد له یو شمېر خطاطانو، میناتورانو او نقاشانو سره وکتل

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-13 09:57:59

د فرهنګ او هنر معین د هېواد له یو شمېر خطاطانو، میناتورانو او نقاشانو سره وکتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button