کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ۳۱مه غونډه (COP31) کې د فوسیلي سونتوکو د کارونې د کمولو پر سر د هېوادونو ترمنځ اختلافونه د دې لامل شول چې ګډونوال د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د مخنیوي لپاره یوې وروستۍ هوکړې ته ونه رسېږي. اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې په کوربهتوب د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په ۳۱مه ناسته (COP31) کې یو شمېر هېوادونو د یکشنبې په ورځ د هوکړې پر هغه مسودې نیوکه وکړه چې په کې د سکرو، تېلو او ګازو په څېر د فوسیلي سونتوکو یادونه نه وه شوې. د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې په استازیتوب د ایرلنډ د اقلیم وزیر داراګ اوبراین وویل چې دغه ټولنه او ۲۷ غړي هېوادونه یې د هوکړې له مسودې سره مخالف دي؛ ځکه په دې سند کې د اقلیمي بدلونونو د مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو او ژمنو یادونه نه ده شوې. د پاناما د اقلیمي مذاکراتو مشرې انا اګیلار هم وویل چې د هوکړې مسوده پخوانۍ ژمنې تکراروي، خو د علمي غوښتنو او اوسني وضعیت ترمنځ واټن نه راکموي. هغې زیاته کړه چې دغه مسوده د کاربن د جذب او زېرمه کولو پر ټکنالوژۍ ډېره تکیه کوي او د پخوانیو هوکړو ژمنې هم کمزورې کوي. د جزایر مارشال پلاوي د مسودې له محتوا سره مخالفت کړی او ویلي یې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د فوسیلي سونتوکو پر سر اختلافونه؛ د اقلیمي بدلون نړۍواله غونډه بېهوکړې پای ته ورسېده
سرچینې
Afghan sources
د فوسیلي سونتوکو پر سر اختلافونه؛ د اقلیمي بدلون نړۍواله غونډه بېهوکړې پای ته ورسېده