کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د فوټبال نړۍوال جام کې د هسپانیا له اتلولۍ وروسته، هغه د ۱۹ کاله پخوانی انځور چې لیونل مسي پکې د یوه خیریه پروګرام پر مهال د شپږ میاشتني لامین یامال د لمبولو په حال کې ښکاري، یو ځل بیا په نړۍوالو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د پام وړ ګرځېدلی دی. د امریکا ورزشي شبکې اياېسپياېن راپور ورکړی چې دغه انځور په ۲۰۰۷ کال کې د هسپانیا د «سپورټ» ورځپاڼې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په ګډه د یوه خیریه پروګرام پر مهال د بارسلونا په لوبغالي کې اخیستی و. د راپور له مخې، هغه مهال مسي ۲۰ کلن او یامال شپږ میاشتنی ماشوم و. له دې سره هممهاله، د ۲۰۲۶ نړۍوال جام پایلوبه کې د هسپانیا او ارجنټاین ترمنځ د سیالۍ له ترسره کېدو سره، دغه انځور یو ځل بیا په ټولنیزو شبکو او نړۍوالو رسنیو کې به پراخه کچه خپور شو او د فوټبال له تر ټولو ډېرو بحثپاروونکو انځورونو وګرځېد. مسي د جمعې په ورځ د پایلوبې له ترسره کېدو مخکې په یوه خبري غونډه کې د یاد انځور په اړه وویل: «دا یو د نه باور وړ انځور دی؛ هغه مهال چې یامال ماشوم و، ما ورسره عکس اخیستی و او دا چې اوس موږ دواړه په نړۍوال جام کې لوبېږو، رښتیا هم حیرانوونکې خبره ده.»…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د فوټبال نړۍوال جام پایلوبې د لیونل مسي او لامین یامال د ۱۹ کاله پخوانی انځور بیا مشهور کړ
سرچینې
Afghan sources
د فوټبال نړۍوال جام پایلوبې د لیونل مسي او لامین یامال د ۱۹ کاله پخوانی انځور بیا مشهور کړ