Summary: د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې عمومي مدیر محمد نادر مخور باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې تازه ۲۴ قلمه تاریخي او فرهنګي اثار د یاد ریاست په موزیم کې ثبت او د فرهنګي او هنري اثارو په رسمي لېست کې شامل شول. د نوموړي په خبره، یاد اثار د ساتنې او نندارې لپاره د لغمان په موزیم کې ځای پر ځای شول.د یاد ریاست مسوولین زیاتوي، چې د دغو اثارو ثبت او خوندي کول د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې، مستندولو او راتلونکو نسلونو ته د لېږد په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.
Quick facts
Locationلغمان
TopicNews
Sources1
Updated2026-07-13 07:12:23
Timeline
-
Bakhtar
د لغمان موزیم ته ۲۴ قلمه اثار وسپارل شول