Summary: د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدهکړو د وزير شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم په مشرۍ، د امارتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو د ګډې رهبرۍ شورا ناسته پای ته ورسېده. ياده دوه ورځنۍ ناسته چې په کندهار پوهنتون کې جوړه شوې وه؛ د لوړو زدهکړو وزارت معينانو، د مرکزي ادارو، دیني جامعاتو او تخصصاتو، مرکزي او د ولايتي امارتي پوهنتونونو رئيسانو پکې ګډون کړی و. د لوړو زدهکړو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې په پیل کې د لوړو زدهکړو وزیر، د علمي چارو د پرمختګ، د علمي نظرياتو شريکولو او ستونزو ته د حل لارو موندلو لپاره د يادې ناستې ترسره کېدل، مهم بللي دي. شيخ الحديث نداء محمد نديم ویلي چې هر مسئول باید د خپل مسئولیت، د پوهنتون رسالت او د محصل د ارزښت په اړه بشپړه پوهه او علم ولري او د پوهنتونونو تقویې لپاره لا هڅې وکړي. هغه زیاته کړې ده: "پوهنتونونه هغه علمي مرکزونه دي، چې د ملک د پرمختګ او د نظام پیاوړتیا لپاره په زراعت، طب، انجنيري، اقتصاد او نورو برخو کې مسلکي کادرونه روزي." د لوړو زدهکړو وزیر دغه راز د محصلینو پر عملي زده کړو ټينګار کړی او ويلي يې دي چې محصلین باید تر فراغت وروسته په عملي ډګر کې د کار وړتيا ولري او د کار بازار اړتیاوې پوره کړي. وروسته د لوړو زدهکړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني، د علم پر ارزښت او په عمل کې د اخلاص او د وزارت مالي او اداري معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د بیت المال پر ساتنې او سمې کارونې خبرې کړې دي. د ناستې په پای کې، د لوړو زدهکړو وزارت او د پوهنتونونو اړوند پر يو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم بحثونه او لازمې پرېکړې شوې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د لوړو زدهکړو وزير د محصلینو پر عملي زده کړو ټينګار وکړ