Economyافغانستانپښتو

د ماليې وزارت او خصوصي سکټور د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره… — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-15 19:32:07🎙 راډیو واورئ

Summary: د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ او د عوایدو او ګمرکونو د معين مفتي عبدالمتيـن سـعـيـد پـه مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو عمومي رياستونو د مسوولینو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او صنايعو او کانونو خونو د استازو په ګډون؛ د مالیې وزارت او خصوصي سکټور د استازو ترمنځ د ستونزو د حل او همغږۍ ناسته ترسره شوې ده. د ماليې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې په پيل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ویلي دي: "د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو له مخې د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ منظمې ناستې په دې موخه ترسره کېږي، چې د مالیاتو او ګمرکونو په برخــو کـې شـته ستونزې وڅېړل شي، د حل مناسبې لارې ورته وموندل شي او پایلې يې له مشرتابه سره شریکې شي."وروسته، د عوایدو لوی رئیس مولوي سفر محمد سحر، د مالياتي خدمتونو د لا ښه والي، د متقابل باور پياوړي او د برېښنايي سیسټمونو د پراختیا په اړه خبرې کړې او ويلي يې دي چې عصري سیسټمونه، د مالياتي چارو د چټکتیا، روڼتیا او اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لري.دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او د صنايعو او کانونو خونو استازو، د خصوصي سکټور ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په خاطر؛ له ماليې وزارت څخه مننه کړې ده.د ناستې په پای کې، د ګډونوالو ستونزې، نظرونه او وړانديزونه اورېدل شوي او د اصولي رسېدنې په اړه يې ډاډ ورکړل شوی دی.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-15 19:32:07

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ماليې وزارت او خصوصي سکټور د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-15 10:13:54

د ماليې وزارت او خصوصي سکټور د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button