Kabulافغانستانامنیتپښتو

د م.م چارواکی: نړۍ باید د افغانانو کړاو له پامه ونه غورځوي — Dw

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-09 11:01:00🎙 راډیو واورئ

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ویلي چې نړیواله ټولنه باید له هغو میلیونونو افغانانو ملاتړ وکړي چې له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي، که نه نو د افراطیت د پراخېدو او امنیتي ګواښونو خطر به زیات شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر، برهم صالح، فرانسې خبري اژانس ته په خبرو کې وویل: «د دغو بېرته راستنو شویو کسانو ترمنځ، په رښتینې معنا، سلګونه زره ځوانان شته چې اوس مهال بې‌کاره دي.» هغه کابل ته د خپل سفر پر مهال زیاته کړه: «باید له دغو کسانو سره مرسته وشي څو بېرته په خپلو ټولنو کې مدغم شي. هیله لرو چې د مناسبو کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره (په ټولنه کې مدغم شي)، څو پر ځان بسیا کسان وګرځي. » د ملګرو ملتونو دغه چارواکي خبرداری ورکړ چې که دا کار ترسره نه شي، د افراطیت او ټولنیزو ستونزو د رامنځته کېدو خطر شته. هغه همدا راز وویل: «معاصر تاریخ هم موږ ته ښودلې چې د افغانستان ستونزې یوازې د دغه هېواد دننه نه پاتې کېږي، بلکې ګاونډیو هېوادونو او آن تر هغو هم ورهاخوا خپرېږي. » د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې، وروسته له هغې چې پاکستان او ایران خپلې د کډوالۍ پالیسۍ سختې کړې، له شپږو میلیونو څخه ډېر افغانان اړ شوي چې له دغو دواړو هېوادونو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-09 11:01:00

مهالوېش

  1. Dw

    د م.م چارواکی: نړۍ باید د افغانانو کړاو له پامه ونه غورځوي

سرچینې

External sources

DwPS
2026-07-09 10:59:06

د م.م چارواکی: نړۍ باید د افغانانو کړاو له پامه ونه غورځوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button