DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان د بشري مرستو بودجې له بې‌ساري کمښت… — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-02 14:18:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودجې د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه د ۲۰۲۶ کال د مرستو پروګرام اړتیاوې یوازې ۱۶.۹ سلنه تمویل شوې دي. د دغه بنسټ عمومي منشي یان اګلنډ ویلي چې ۲۰۲۶ کال کولی شي د نړۍ د میلیونونو اړمنو کسانو لپاره «برخلیک ټاکونکی کال» وي او که مرستې زیاتې نه شي، د ډېرو خلکو ژوند له جدي خطر سره مخ کېدای شي. د هغه په خبره، د روان کال تر نیمايي پورې یوازې ۳۰ سلنه د هغو بودجو اړتیاوې تمویل شوې دي چې د نړۍ له ۲۵۲ میلیونو اړمنو کسانو څخه ۱۴۳ میلیونو ته د مرستو رسولو لپاره اړینې دي. د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د دغه بنسټ د نړۍ د هېر شوو بحرانونو په نوملړ کې شامل شوی او اوس د دغه هېواد د بشري مرستو پروګرام یوازې شاوخوا ۱۶.۹ سلنه بودجه تمویل شوې ده. دغه بنسټ زیاتوي چې افغانستان تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپلو بشري مرستو له ۴۰ سلنه ډېره له متحده ایالتونو ترلاسه کوله، خو د دغو مرستو له بندېدو وروسته د تمویل کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راکښته شوې ده. د راپور له مخې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۱.۹…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-02 14:18:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان د بشري مرستو بودجې له بې‌ساري کمښت سره مخ دی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-02 06:02:17

د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان د بشري مرستو بودجې له بې‌ساري کمښت سره مخ دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button