Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر د بهرنیو اړیکو له مسوول چارلي ګوډلیک سره وکتل. په دې لیدنه کې چې د باختر اژانس رئیس مولوي احسانالله حسان هم شتون درلود دواړو لورو د راستنېدونکو د وضعیت، د هغوی د اقتصادي ستونزو او د راستنېدونکو لپاره د عامه پوهاوي په اړه خبرې وشوې.د باختر اژانس د خبریال د راپور له مخې، فراهي وویل چې اسلامي امارت د راستنېدونکو د چارو د سمبالښت لپاره لازم چمتووالی نیولی خو راستنېدونکي له اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخ دي چې په وینا یې، د هغوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره د کار زمینه برابرول اړین دي.نوموړي زیاته کړې، چې یاد وزارت د عامه پوهاوي په برخه کې هم لازم فعالیتونه ترسره کړي او هڅه کوي، چې د راستنېدو د بهیر او شته خدمتونو په اړه اړین معلومات په سمه توګه ورسوي.ناسته کې دا راز ګوډلیک ویلي، چې د ملګرو ملتونو یاد دفتر د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي او چمتو دی چې په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره همغږي او همکاري ولري.د لیدنې په پای کې دواړو لورو د راستنېدونکو د ستونزو د حل او د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې پر دوامدارې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د نشراتو معین د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو له مسوول سره وکتل
منابع
Afghan sources
د نشراتو معین د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو له مسوول سره وکتل