د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ درېیو تنو اوسېدونکو امو ته ویلي چې سیمه یې د روغتیايي مرکزونو له نشتوالي سخته ځورېږي. د دوی له ډلې یو تن وایي چې روغتیايي مرکز ته د رسېدو لپاره درې ساعته لاره وهي. دا اوسېدونکي وایي چې د شدیدو اقتصادي ستونزو له امله په شخصي روغتونونو کې د درملنې وس نه لري او له بلې خوا په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د درملو کمښت او حتا نه شتون د دوی لپاره یوه لویه ستونزه ده. د ننګرهار دا اوسېدونکي د طالبانو له ادارې او مرستندویه بنسټونو غواړي چې په روغتیايي برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي. ۴۵ کلن بختیالرحمان، د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ د «رینه پارچاو» د لرې پرتې سیمې اوسېدونکی دی. دی وایي چې په یوه خامه او ناهمواره لاره کې له درې ساعته مزل کولو وروسته یې خپل ماشوم زوی د دغې ولسوالۍ جامع روغتیايي مرکز ته راوړی دی. خو تر نږدې یو ساعت انتظار وروسته، د دغه مرکز کارکوونکو ورته ویلي چې نه شي کولای د هغه بچی وپالي او درملنه یې وکړي او باید شخصي روغتونونو ته ولاړ شي. بختیالرحمان وایي چې د شدیدو اقتصادي ستونزو له امله دولتي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي؛ خو نه شي کولای اړین درمل ترلاسه کړي. نوموړی وایي: «ماشوم مې چې دلته راوړی دی، سخت اسهال دی. دې ورځو کې ملاریا…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
د ننګرهار لعلپورې اوسېدونکي امو ته: روغتیايي مرکز ته د رسېدو لپاره درې ساعته پلی مزل کوو | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
د ننګرهار لعلپورې اوسېدونکي امو ته: روغتیايي مرکز ته د رسېدو لپاره درې ساعته پلی مزل کوو | آمو ټلویزیون